د ملا اختر محمد نه منونکي طالب مشران doerd UnRr eo 50 · 234Ii ded671 Jjlblf
ملا اختر محمد منصور نه منونکي طالب مشرانو هغه ډله لوړپوړي طالب مشران دي چې د خپل پخواني طالب مشر ملا محمد عمر اخوند د وژنې وروسته د مشرۍ څوکۍ ځان منصوبوونکی ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره یې مخالفت څرگند کړ، او د لومړي ځل لپاره د فدایي محاذ په نامه د طالبانو د ځانمرگي بریدگرو ډلې له اختر محمد منصور سره خپل مخالفت وښود او دا خبره یې رسنیو ته راووېسته چې ملا محمد عمر د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا وژل شوی. په دې نه منونکو طالبانو کې ملا جلیل، ملاحسن رحماني، ملا غلام رسول اؤ ځینو نورو پاکستاني ترهگر مذهبي مشر مولانا سمیع الحق سره چې د حقاني دار العلوم په نامه یوه لویه مدرسه د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک ولسوالۍ کې لري، سره لیدنې کړي اؤ د طالبانو د نوي مشر په توگه د ملا منصور د ټاکنې په هکله یې هغه د خپلو اندیښنو څخه خبر کړی دی.